د مالیی محترم وزارت د عوایدو لوی ریاست سره د مالوماتو د شریکولو تفاهم لیک لاسلیک کول

د همغږی عالی کمیسیون د شپږمی غونډی د پریکړو مطابق او د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د راپیداشوو عوایدو مخنیوی قانون د احکامو د ښه تطبیق په موخه او همداراز د مالی اقداماتو کاری ځواک FATF د دویمی سپارښتنی پر بنسټ، ټولی اړوندی ادارو تر منځ باید د پیسو وینځلو، د مالیاتو څخه د تیښتی او نورو مالی جرمونو د مخنیوی په پار ښه همغږی رامنځ ته شی چی په دی لړ کی د افغانستان مالی رپوتونو او معاملو د شنني مرکز او د مالیی وزارت د عوایدو عمومی ریاست سره په 13/12/1402 نیټه د مالوماتو شریکولو تفاهم لیک د بیا کتنی وروسته لاسلیک کړ تر څو د پیسو وینځلو او نورو مالی جرمونو سره د مبارزی په برخه کی اغیزمنی کړنی تر سره شی.

د دی تفاهم لیک د لاسلیک کولو په ترڅ کی به د مالیاتو څخه د تیښتی مخه تر ډیره بریده ونیول شی، په عوایدو کی به د زیاتوالی راشی او همداراز د هیواد په مالی سکتور به د خلکو باور پیاوړی شی.